کابل/ د وږي ۲۴مه/ باختر
طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام په مشرانو جرګه کې د بادغیس ولایت مخکېنی استازی سناتور الحاج محمد رنګین مشکواني، نن د دغه ولایت د آب کمري ولسوالۍ په مبارک شاه سیمه کې شهید کړ. جمهوررئیس غني د نوموړي د شهادت د خبر په اورېدو سخت خواشینی شو او وې ویل، سناتور الحاج محمدرنګین مشکوانی زړه سواند، د سولې غوښتونکی او مخور شخصیت وو چې تل یې د سیمه ییزوستونزو د حل او خلکو د خدمت هڅه کوله. جمهوررئیس وویل، د افغانستان دښمنان د هیواد د شخصیتونو او مشرانو په ترور د وېرې او ډار په ایجادولو سره، وطن ته د خدمت او تلپاتې او باعزته سولې ته د رسېدو په موخه زموږ د خلکو اراده نه شي کمزورې کولای. جمهوررئیس غني د سناتور الحاج محمد رنګین مشکواني کورنۍ ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګندوي.
1 1 دقیقه لوستل