کابل\ د کب۳۰\ باختر
نن ماښام شپږ بجې ناپېژاندو وسله والو د پکتیا په مرکز ګردېز کې د دغه ولایت د ولایتي شورا پر غړي سردار ملنګ زوی ډزې کړې دي. عیني شاهدان وايي چې په برید کې د ولایتي شورا غړی وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپيان شوي دي. د پکتیا د امنیې قومندانۍ ویاند هم د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته د پيښې پخلی کړی دی. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پيښې مسوولیت نه دی منلی.
پای\ وصال
6 د یوې دقیقې څخه لږ