کابل، د لېندۍ ۱۱مه، باختر
د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په جرخشک سیمه کې د ابومحمد لیسه چې د تېر نظام پرمهال ترې د نظامي سنګر په توګه ګټه پورته کېدله، د پوهنې ریاست په همغږۍ یې د کډوالو چارو ریاست په مرسته د بیارغونې چارې ترسره او د زده کړو پرمخ خلاصه شوه.
د یاد ولایت د والي د دفتر رییس مولوي لعل جان راشد د دغه لیسې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د تېر نظام نظامي ځواکونو په شعاري بڼه هروخت د ښوونځیو په پرانیستې او خلاصون ټينګار درلود، خو په عملي ډګر کې یې د ابومحمد د لیسې په څېر د ګڼو ښوونځيو څخه د نظامي مرکزونو په توګه ګټه پورته کوله او سلګونه ماشومان یې له زده کړو بې برخې کړي وو.
هغه وویل، چې د اسلامي امارت په ځانګړې پاملرنې دغه ښوونځی بېرته جوړ او د زده کړو پرمخ خلاص شو.
د بغلان د پوهنې ریاست د نشراتو مسؤل هارون مسلمیار وايي، چې د دې لیسې د بیارغونې چارې د يو نيم ميلیون افغانيو په لګښت ترسره شوې دي.