
کابل باختر د وري لسمه :
په ننګرهار ولايت کې يوه زياته اندازه چنګي وسايل کشف شول .
دغه وسايل په پاکستان کې بار شوي و او نن سهار دننګرهار ولايت دکوز کونړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي امنيت د مامورانو په عملياتو کې کشف شول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې امنيتي مامورانو يوه زياته اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه کړي دي .
هغه سړى چې ويل کيږي له ډار اچوونکو ډلو سره اړيکې لري ددغو وسايلو دليږدونې په تور نيول شوى دى .
ختم_ ف +_ اکرم