امنیت

دميوند_٦ عمليات پيل شول

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥
دميوند_٦ ګډ تصفيوي عمليات نن په بغلان ولايت کې  پيل شول:
دغه عمليات د ملي پوليسو ، ملي اردو ،ملي امنيت او دسيمه ييزو پوليسو دځواکونو له خوا د دغه ولايت په دريو  ولسواليو کې  پيل شوې دي .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ  ويندوى  احمد جاويد بشارت باختراژانس ته وويل  :  دغه عمليات د خلکو په غوښتنه اود وسله والو د غيرمسولو  وسله والو افرادو له شتون څخه دبنو، اندراب ، ده صلاح او پل حصار دولسواليو دپاکولو په مقصد پيل شوي دي اودغيرمسولو کسانو دمزاحمتونو تر  بشپړ پاى  ته رسيدو پورې   به دوام و کړي  .
د ده صلاح ولسوالۍ يو مخور عبدالحنان وايي دغيرمسولو وسله والو کسانو شتون دقانون دتطبيق او د بيا رغاونې دبهير دپرمختګ په وړاندې له طالبانو څخه خطرناک دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته