امنیت

دقهرسیلاب(۴) نمبر(۲۰) عملیاتود دوام په ترڅ کی یو کرولاموټر،۲ میله وسلی او یوه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي.

 کابل باخترد مرغومي دمياشتې١٣نيټه :
د قهرسیلاب ۴ نمبر۲۰ په نامه جګړه يیزاوچاڼیزعملیات چی د۲۰۱سیلاب قول اردو دڅلورمی پلی لوا په مشرۍ دګډو دفاعی اوامنیتی ځواکونوپه ګډون د ننګرهار ولایت  غنی خیلو اومهمندری ولسوالیو اړونده سیمو کی دتورخم جلال آباد لویی لاری امنیت دلاپیاوړتیا ، د ټولو تروریستی ډلود ځپلو او د جمهوریریاست ټولټاکنو لپاره دزمینی برابرولو په موخه دهوایی او توپچي ځواکونوپه ملاتړڅه موده مخکې پیل شوی چی په تیرو(۲۴) ساعتوکی ( فامیلی ، کاریزونه ، اوزاخیل کلی) اړونده سیمی د وسله والو طالبانو اوتروریستی ډلوله شتون څخه پاک شوي چی په ترڅ کی یی دوسله والوطالبانو دنومول شوي ولسوال قاري سیف الدین یو کرولا موټر ۲میله یوډزي ټوپکونه  دسپکو وسلو ۳۹۷ مرمۍ د ملی دفاعی امنیتی ځواکونولاسته ورغلی او یوتن وسله وال طالب له یو کلاشینکوف سره یوځای تسلیم شوی دی.                                                  دغه رازد دغوعملیاتوپه بهيرکی  درې ماینونه چی د هیواد دښمنانوله خواځای پرځای شوی وو کشف او د ۲۰۱ سیلاب قول اردوڅلورمی پلی لوا د ماین پاکولو د ټیم له خوا شنډ شوی دی .
دیادونی وړ ده چی دعملیاتود دوام پرمهال دغنی خیلو ولسوالی ذاخیل غونډۍ او ټانګ غونډی په سیمو کی دملی پاڅونکونکو دپوستو د تحکیماتو د جوړیدو چاری روانی او دسیاه چوب سیمی دپوستی د تحکیماتو چاری بشپړی شوی دي . او دغه عمليات په برياليتوپ سره دوام لري . 
د دغوعملیاتوپه بهيرکی ملی  دفاعی ، امنیتی ځواکونو او ملکی وګړو ته زیان نه دى اوښتى.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته