کابل باخترد ثور دمياشتې ٨ :
دغزني ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر له دوو تنو ساتوونکوسره يې د ماين دچاودنې له امله شهيد شو.
دغزني ولايت امنيه قوماندان زړور زاهد باختر ته وويل : دغه پيښه تېره شپه ددغه ولايت د زنه خان ولسوالۍ په لاره کې وشوه چې له امله يې د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر محمدحسين عادل له دوو تنو ساتوونکو سره يې شهيدشو.
محمدحسين عادل له عملياتي دندې وروسته دخپل کار د دفتر په لور روان و.
وسله وال طالبان ددغه ماين ايښودنې مسوول بلل شوي دي.