فرهنګ

دماشومانو اووه سوه ځانګړي مجلې عامه کتابتون ته ورکړ شوې .

کابل باختر د وري ٢٥:
دګهوارې  فرهنګي موسسې نن  دماشومانو  اووه سوه ځانګړي تصويري مجلې عامه کتابتون ته ورکړې .
په دغو  مصورومجلو کې دماشومانو لپاره کيسې او داستانونه شامل دي چې چاپ شوي دي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دعامه کتابتونونو رييس حميد الله شهراني  ددغو مجلو دسپارلو په مراسمو کې وويل چې زياتره دغه مجلې  دهغو ولايتونو عامه کتابتونونو ته لېږول کېږي چې خلک يې  په ازبکي خبرې کوي .
دغه راز د ګهوارې  دفرهنګي موسسې رييس ذبيح الله مهدي له عامه کتابتونونو سره دخپل اړونده بنسټ دهمکاريو پردوام ټينګار وکړ .
  ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته