امنیت

شپيته تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر د کب دمياشتې  ٤ :
شپيته تنه ډاراچوونکي پرون دهېواد په اتو ولايتونوکې د دفاعي او امنيتي ځواکونوله خوا ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
امنيتي اودفاعي ځواکونو دننګرهار،کاپيسا، لغمان، خوست، روزګان، قندهار، فارياب او د هلمند دولايتونو په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې يې شپيته تنه ډار اچوونکي ووژل شول، ١٥ تنه ټپيان او شپږتنه نور يې ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته