سیاست

بريټانيا له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

دبريټانيا دګاردين ورځپاڼې خبرورکړي دي چې بريټانيا له افغانستان سره  خپلو مرستو ته دوام ورکوي .

دبريټانيادستراتيژيکي مطالعاتو نړيوالې اداري  په افغانستان کې  دنشه يي توکو اوداداري فساد له ستونزي سره سره  ددغه هيواد  دروانو حالاتو په باب خپله  خوشبيني څرگنده کړې ده .

 ددغې اداري له  خوا په خپاره شوي رپوټ کې   له افغانستان سره دمرستو ددوام  دلايلو ته  په اشاري سره ويل شوي دي  چې دافغانستان حکومت به  تر ٢٠٢٠ ميلادي کال او آن  تر ٢٠٢٥  کال پوري  دخپلې څلور سوه زره کسيزي اردو دمعاشونو دورکولو  توان ونلري .

دهمدي رپوټ له مخې  دافغان امنيتي ځواکونو کلني لګښتونه په کال کې اته مليارده ډالره اټکل شوي دي چې په اوس وخت کې په سلو کې نهه يې  دامريکا متحده ايالات ورکوي   خو  هيله  کېږي  چې دناټو نور غړي هيوادونه هم ددغو لګښتونو په ورکولو کې  ونډه واخلي .

په افغانستان کې  دناټو ملکي استازي سايمنکس   په ريال يونايتدسرويس انستيتوت کې ويلي دي  چې له افغانستان سره دامريکا ستراتيژيکي همکاري  ددغه هيواد  دراتلوونکې امنيت لپاره اساسي رول لري .

 په دې رپوټ کې داهم ويل شوي دي  که چېري امريکا په ايران بريد وکړي دغه ټولې هيلې به په اوبولاهو شي . ځکه ايران  به ددغه شان عمل په ځواب کې  له طالبانو او له نورو تندلارو ډلوسره خپل ملاتړ ته  زور ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته