-غزنی د وږي ۵ باختر
شپږ وسله وال طالبان پرون په غزني کې ووژل شول او څلورنورطالبان ټپیان شول .
د هېواد په جنوب کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول باخترآژانس ته وویل: دغه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې د اندړو ولسوالۍ په عاشقوال او د قره باغ ولسوالۍ په خیرن چوک سیموکې د پوځيانو پرپوستو برېدونه وکړل.
په دغو جګړو کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول او څلورنورټپیان شول او پوځيانوته د سرزیان نه دی آوښتی. ختم ع
1 د یوې دقیقې څخه لږ