ټولنه

په اروپا کې دافغان ښځو فعاليتونه وستايل شول

کابل باختردوري دمياشتې ١٠ :

دافغان مخکښي ښځې په اروپا کې وپيژندل شوي .

په ولسي جرګه کې دتخار دخلکوز استازي مريم کوفي  ، دافغانستان دبشردحقوقو دخپلواک کميسيون رييسه ډاکتره سيماسمر  ،  دولسي جرګي ددفاعي چارو دکميسيون غړي شکريه بارکزي ، اودافغانستان دسوداګرۍ  اوصنايعو دخونو دمديره هيئت غړي اودتکناز دشرکت رييسه زرغونه ولي زاده   اوپه اروپا کې  دافغانستان دفعالو اومخکښو ښځو په توګه اعلام شوي .

دباختراژانس دخبر له مخې   دهالند دبهرنيو چارو وزارت په دغه هيواد کې دنړيوال کنفرانس په نامه په پيغام کې په افغانستان  کې سياسي فعالې څلور ښځې دغوره اومخکښو ښځو په توګه معرفي کړي دي.

دهالند دبهرنيو چارو وزارت په سياست ، فرهنګ ،سوداګرۍ،  پوهنې او ټولنيزو چارو کې دافغان ښځو اغيزمن فعاليتونه ستايلي اوخلکو ته دخدمت په لاره کې يې دټولو افغان ښځو دلازياتو برياليتوبونو هيله کړې ده.

دا لومړى ځل دى  چې افغان فعالې او مخکښي ښځې په اروپا کې په دغه شان لوړه  کچه ستايل کېږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته