خبرونهسیاستTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د بې ګناه افغانانو د وژنو پوښتنه اړینه ده

کابل، د لړم ۲۸ مه، باختر

تبصره:

د تېر نظام په شل کلنه دوره او د بهرنیو ځواکونو د اشغال په موده کې په زرګونو ملکي بې ګناه افغانان د تېر نظام د کرایي عسکرو او یا هم د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو کې و وژل شول، ټپیان شول او یا هم بې ګناه او په بې برخلیکه توګه زندانونو ته واچول شول.

یو له دغو هېوادونو څخه اسټرالیا ده، چې پوځیانو یې په ډېرې بې رحمۍ سره د روزګان په ولایت کې ۳۹ تنه ملکي افغانان په نښه او شهیدان کړي او د دغه جنایت اقرار په خپله اسټرالیایي سرتېرو له افغانستان څخه تر وتلو وروسته کړی، چې لا یې هم د محکمې کولو او یا نه محکمه کولو پر سره په اسټرالیا کې دننه خبرې او ناندرۍ روانې دي.

د اسټرالیایي سرتېرو تر څنګ د ناټو په چوکاټ کې د ځینې نورو هېوادونو اشغالګرو او د هغو کرایي افغان عسکرو(صفري قطعاتو) هم په بېلابېلو ولایاتو کې ورته جنایتونه او بشر ضد کړنې ترسره کړي.

بهرنیو اشغالګرو دغه جنایتونه په داسې مهال ترسره کړي، چې دوی په افغانستان کې د بشري حقونو د تامین دعوا درلوده او دلته د راتګ لوی دلیل یې هم همدا بلل کېده، خو برعکس دغو ځواکونو د افغانانو بشري حقونه پر ځای نه؛ بلکې په ډېرې سپین سترګۍ یې تر پښو لاندې کړل.

بهرنیو ځواکونو یواځې په نظامي برخه کې جنایتونه ترسره نه کړل؛ بلکې دوی د افغانانو د کلتور ترڅنګ په نورو برخو هم تېری وکړ، چې دا هم یو جنایت دی.

اسلامي امارت څخه د اشغالګرو هېوادونو وېره که پخوا په پوځي ډګر کې وه، اوس په سیاسي او ډیپلوماتیک ډګر کې ده او دوی اندېښمن دي، چې که چېرې اسلامي امارت سره د تعامل مېز ته کښېني نو د کړیو جنایتونو پوښتنه کوونکي به پیدا شي، خو د نړۍ دغه هېوادونه که ریښتیا هم د بشر حقونو ته ژمن وي او یا هم د ملګرو ملتونو سازمان ریښتیا هم په نړۍ کې د ستونزو د حل په موخه رامنځته شوی وي، نو باید له افغانانو سره د شویو جنایتونو پوښتنه وکړي او جنایت کوونکي دلته د اړولیو زیانونو تاوان ورکولو ته قانع کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته