اقتصاد

حامدکرزی: د افغانستان دکانونو په قانون کې باید د هېواد ملي ګټې په ټوله معنی خوندي و اوسي

کابل باختر دزمري دويمه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ د وزیرانو شورا غونډې، د هېواد دکانونو د قانون د مسودې له څیړنې وروسته پریکړه وکړه چې پر دغې مسودې دې لا نور هم  ډیرکار وشي او د لازیاتې بډاينې لپاره دې له ټولو قانوني پړاوونو څخه تیره شي.

باختراژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتردمعلوماتوله مخې

د هېواد جمهوررئیس په دې غونډه کې د عدلیې وزیر حبیب الله غالب او د نورو اړوندو ادارو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې پر دغې مسوده دې لا ډیر کار وکړي چې په نتیجه کې یې داسې یو هراړخيز او قوي قانون رامنځته شي چې په هغه کې د اوس او راتلونکي مهال لپاره په ټوله معنی د افغانستان ملي ګټې خوندي وي.

همدا راز د وزیرانو شورا په نننۍ غونډه کې په داسې حال کې چې په ملي شورا کې د نورستان ولایت استازي هم حاضر وء، د امنیت، عامې روغتیا، پوهنې او د بیا رغونې په برخوکې د دغه ولایت د خلکو سیمه ایزې ستونزې او غوښتنې وڅیړل شوي او د حل لپاره یې اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وشوې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته