امنیت

په ننګرهار کې دهوايي او ځمکنيو بريدونو له امله د٢٠ تنو داعشيانو وژل کيدل

جلال آباد باختردليندۍ دمياشتې ١٦نيټه :
دداعش دډلې ٢٠ تنه غړي په ننګرهار ولايت کې ديولړ هوايي او ځمکنيو بريدونو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو داعشيانو په تيرو ٢٤ ساعتو کې  دننګرهار ولايت  دلعل پورې ، هسکې مينې  او اچين په ولسواليو کې بريدونه شوي دي.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې په دغو ځمکنيو او هوايي بريدونو کې دداعش دډلې ٢٠ تنه غړي وژل شوي دي.
ده وويل  دغه داعشيان په  ډاراچوونکو فعاليتونو بوخت وو  چې پرې  بريدونه
وشول .
ويل کيږي چې په دغو بريدونو کې دسيمې اوسيدونکو ته  زيان  نه دى اوښتى.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په ننګرهار ولايت کې ديولړ چاودنو مخه
ونيول شوه.
امنيتي مامورانو نن سهار دننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې شپږ ماينونه
کشف اوشنډکړل .
ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته