ټولنه

په ګرديز ښار کې يو واټ جوړيږي .

کابل باختر دچنګاښ يوولسمه :
په  ګرديز  ښار کې پرون دڅه دپاسه شپږ سوه مترو په اوږدوالي او دديرشو مترو په سور ديوه سړک دجوړولوکار د پکتيا دوالي له خوا پيل شو .
د قدوس خيلو دساختماني شرکت مسوول انجنير  محمد الله قدوس خيل  دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې دغه سړک ٦٣٦ مترو په اوږدوالي او دديرشو مترو په سور دپکتيا  دښاروالۍ  له بودجې  څخه په پاخه اواساسي ډول دڅه ناڅه ديرشو مليونو افغانيو په لګښت  په اتو مياشت کې جوړېږي .
  ختم_ عطاالله _+ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته