ټولنه

د ۷۶ زره نيالګيو د اېښودلو کمپاين پيل شو

کابل باخترد کب دمياشتې څوارلسمه
د پکتيا ولايت د کرنې رياست مسوولين وايي چې د پسرلي په را رسېدو سره به په دغه ولايت کې ۶۶ زره ميوه لرونکي او سل زره نورنيالګي کينوي .
د پکتيا والي زلمي وېسا باختر آژانس ته وويل: هغه نيالګي چې سږکال د دولت او يا هم د عامو وګړو له لورې اېښودل کيږي، هڅه دې وکړي چې يوازې يې په اېښودلوبسنه ونه کړي، بلکې د هغې په وده او ساتنه کې هم زيار وويستل شي.
ويسا د کرنې له رياست څخه وغوښتل: هغه باغونه چې نوي په دغه ولايت کې د دوی له خوا خلکو ته ورکول کيږي ، له هغوی څخه پر وخت څارنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته