کابل باختردکب دمياشتې٢٦ نيټه :
د هغه ځانمرګي بريد له امله چې نن له غرمې مخکې دکابل ښار د نهمې ناحيې په مربوطاتو کې تر سره شو دوه تنه شهيدان او درې تنه نور ټپيان شول.
د کورنيو چارو وزارت د وياندمرستيال نصرت رحيمي دباختر آژانس خبريال ته وويل ؛ يو کرولا موټر چې چاوديدونکي توکي پکې ځاى پرځاى کړاى شوي و اوغوښتل يې د نهمې ناحيې د څرخي پله د دسپيچرۍ دصنعتي پارکونو په پنځمه کوڅه کې ( د جې فور اس ) شرکت ته ننووځي کوڅې ته په ننوتلو سره وچاوديد.
د ده دڅرګندونوله مخې ؛ په دې پيښه کې دوه تنه ملکي وګړي شهيدان او درې تنه نورټپيان شوي دي چې ټپيان دپوليسو له خوا روغتون ته ليږدول شوي دي .
ده وويل ؛ د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى. پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل