ورزش

په دايکنډي کې د ورزشي جمنازيوم د جوړولو کار پيل شو

کابل/باختر/ د چنګاښ ۸ مه
په دايکنډي کې پرون د يو ورزشي جمنازيوم د جوړولو کار پيل شو.
د دايکنډي د والي وياندې سکينې احساني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه جمنازيوم په نيلي ښارکې د يو زرو ٨٠٠ مربع متره ځمکې په ساحه کې جوړېږي چې د ٢٠٠٠ تنو ظرفيت لري.
د دايکنډي والي سيد انور اعلا د دغه جمنازيوم د کار په پيل کې وويل: دغه جمنازيوم  يو له هغو پنځو پرمختيايي پروژو څخه دى چې جمهوررييس يې د دايکنډي له خلکو سره ژمنه کړې وه او د ٢٠٠٠ تنو په ظرفيت په دوو پوړونوکې د يو جامع جومات، ټولنيز مرکز، د ١٠٠٠ تنو په ظرفيت د فاتحې سالون او په ولايتي روغتون کې د ناروغانو پايوازانو ته د انتظار د دوو خونو جوړول په کې شامل دي.
دغه پروژې پخوا ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي او پنځمه پروژه چې د جمنازيوم جوړول دي؛ د جمهوررييس له ژمنې سره سم د جمهوري رياست له بودجې دڅه دپاسه ٥٠ ميليونو افغانيو په لګښت جوړېږي.
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته