نړۍ

د اتن په مرکز کې ديوه ايراني تبعه ځان سوځونه.

يونان – د روسيې غږ- باختر دمرغومي دمياشتې ١
يو بهرنۍ تبعه چې ښايي ايرانى  وي نن ديونان په پايتخت کې ځان ته اور واچاوه . ديوه عيني شاهد دڅرګندونو له مخې :  هغه سړى چې ښايي يو غيرقانوني مهاجر و  پرځان  بنزين وشيندل او ځان ته يې اور واچاوه چې په روغتون کې بستر شو خو دسختې سوځيدنې له امله يې وروسته يې سا  ورکړه.
ديو ايراني تبعه دپيسو يوه جيبي بکسۍ ،  دپيژندنې له کارت سره دپيښې په ځاى کې ترلاسه شوې دي.
پوليس اوس له دغه سړي سره د دغه کارت ارتباط  چې ځان ته يې اور اچولى دى څيړي  او ددغې پيښې دعلتونو دموندلو لپاره تحقيقات پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته