کابل باختر دلړم دويمه :
ټاکل شوې ده د امنيتي خبرو اترو اوومه نړيواله غونډه د روانې اوونۍ په وروستيوکې په هرات ښار کې جوړه شي .
د افغانستان د ستراتيژيکي مطالعاتو د انستيتوت رييس او د دغې نړيوالې غونډې جوړونکي ډاکتر مراديان د هرات له والي محمد آصف رحيمي سره په کتنه کې وويل: په دې کنفرانس کې به د افغانستان، سيمې او نړۍ کارپوهان او مقامات راټول شي او د افغانستان او سيمې د حالاتو په باب خبرې اترې کوي .
مراديان د روان کال د کنفرانس موضوع د افغانستان بحران، علتونه او د حل لارې بيان کړې او د هرات له والي او نورو اړوندو ادارو څخه يې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .
د هرات والي د دغه کنفرانس د جوړولو هرکلى وکړ او په همدې حال کې يې ټينګار وکړ چې د دغه شان نړيوالو غونډو جوړول د دغه ولايت د ظرفيتونو او د تاريخي جاذبو د زيات معرفي کيدو سبب کيږي .
دغه کنفرانس به دوه ورځې دوام وکړي او د سيمې د هېوادونو استازي او د هېواد مطرح سياسي شخصيتونه به پکې ګډون وکړي .
ختم_ ج _ اکرم