امنیت

په فراه کې څو کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول

کابل / د غبرګولي١۲مه / باختر
د فراه د پشت کوه ولسوالۍ پرون څو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
د فراه پوليسو وياند د باختر آژانس سيمه یيز خبريال ته وويل: افغان ځواکونو د پشت کوه ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې په پایله کې د دغې ولسوالۍ بازار او د قلعه کاه او جلال آباد کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې؛ په دغو عملياتو کې ۵ وسله وال طالبان ووژل شول او ٣ نور یې ټپيان شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته