نړۍ

٢٠١٤ميلادي کال په سوريه کې ډير خونړى کال و

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٢ :
دسوريې دبشردحقوقو  کتوونکې ډلې اعلام کړى دى  چې  ٢٠١٤ميلادي کال  د شپږ اويا زرو تنو په وژل کيدوسره  په سوريې کې ډير خونړى او دکورنۍ جګړې  کال و .
دغه ډله  چې مقر يې په لندن کې دى  وايي : په سوريې کې دثبت شويو وژل شويو کسانو شمېر وروستي کال کې   د ٧٦٠٢١ تنو  ته رسيږي  چې له دې جملې څخه  اتلس زره  تنه يې ملکي وګړي و  چې له دې جملې څخه  ٣٥٠٠  تنه يې
ماشومان وو  او دحکومت څه ناڅه پنحلس  زره تنه مخالف وسله وال ياغيان
هم وژل شوي دي .
دسوريې دبشرد حقوقو کتوونکي وايي ؛ برسيره پردې دحکومتي ځواکونو دتلفاتو شمېر  څه دپاسه دوه ويشتو زرو تنو ته  او دتندلارو اسلامپالو ډلو دتلفاتو شمېر اوولس زره تنه وو.
تراوسه پورې  دسوريې  دکورنۍ جګړې له امله  څه دپاسه دوه سوه زره تنه وژل شوي دي  . همدا اوس  د سوريې  حکومت ددغه هېواد په زياتې برخې  خپل کنترول له لاسه ورکړى دى او تندلارې ډلې ددغو سيمو دچارو ادارې په واک کې نيولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته