امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
دوه تنه وسله وال طالبان په قندهارکې د ملي اردو د ځواکونو د عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دقندهار د والي وياند صميم خپلواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات چې تېره شپه د ميوند ولسوالۍ د تيمور بند په سيمه کې دملي اردو دځواکونو له خوا ترسره شوي و؛ دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د شاولي په نامه د دوى يو قوماندان ټپي شو.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: ددغو عملياتو په بهيرکې د طالبانو له خوا دوه ښخ کړى شوي ماينونه هم کشف او دملي اردو د انجنيرى ټيم له خوا شنډ کړى شول .
په دغو عملياتوکې امنيتي ځواکونو ته د سر زيان نه دى اوښتى او طالبان غرونوته تښتيدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته