سیاست

جمهوررئیس غني د ټلیفوني تماس له لارې د ایران جمهوررئیس سره غمشریکي وکړه

کابل باختردليندۍ دمياشتې ٣نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهورریت جمهوررئیس محمداشرف غني تير  ماښام د ټلیفوني تماس له لارې د ایران داسلامي جمهوریت له جمهوررئیس ډاکټر حسن روحاني سره په یاد هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله دسرد اوښتو ځاني تلفاتو او مالي زیانونواومالي تاوانونو په اړه د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب خپله ژوره خواخوږي او غمشریکي څرګنده کړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
دغه راز په دې ټلیفوني تماس کې د دواړو هېوادونو مشرانو په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو  همکاریو، د اورګاډې پټلۍ، سوداګریزو او ترانزیټې مناسباتو په اړه بحث او خبرې وکړې.#پاى-ع
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته