امنیت

ناټو دطالبانو ديو مشهور قوماندان قريشي وژل کېدل تاييد کړ

کابل باختر دتلې  ٢٤
  ناټو تاييد کړ چې دطالبانو يو مشهرو قوماندان قريشي په کندزکې دپوځي عملياتوپه بهير کې وژل شوى دى.
پر دغه قوماندان پرون کله چې ديو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و؛ دافغان پوځيانو او دناټو د ځواکونو له خوا بريد وشو او ووژل شو.
باختر اژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې قريشي دطالبانو د نورو قوماندانانو  بازخان او زبير ترڅنګ دکندز ولايت په مربوطاتو او  په ګاونډيو ولايتونوکې د زياترو  تروريستي بريدونو رهبري په غاړه لرله .
  ويل کيږي چې قريشي دماينونو او دبمونو دجوړولو ماهر هم و .
ددغې خبرپاڼې دمعلوماتو له مخې، ددغو پوځي عمليات په  بهيرکې  څو تنه نورياغيان  هم وژل شوي او نيول شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته