ټولنه

په بغلان کې د١٢ کيلومترو په اوږدوالي سړک پخيږي

پلخمري  باختردوږي دمياشتې٢١نيټه : 
دبغلان ولايت دبنو او ده صلاح دولسواليو دسړک دپخولو کار پاى ته ورسيد او نن دغه سړک دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا دوزير له خوا ګټې  اخيستنې ته وسپارل شو.
ددغه سړک دپرانستلو په غونډه کې دبغلان والي عبدالحي نعمتي  اوپه ولسي جرګه کې دبغلان دخلکو استازي محمد عظيم محسني هم ګډون کړى و.
دباخترآژانس سيمه ييز خبريال دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو  اوپراختيا رياست  دکليوالي لارو  جوړولو دپروګرام دمسوول محمدرحيم صالح زي له خولې خبر راکړ
دغه سړک  دکابو دوولسو کيلومترو په اږدوالي او د٧ مترو په سور پوخ شوىدى  چې په تګلوري کې يې  درې پلګوتي  ، استنادي ديوالونه او دسړک دغاړو ويالې  جوړې شوي دي  چې دکليو دبيا  جوړولو اوپراختيا وزارت له بودجې څخه د٢٢٣ ميليونو افغانيو په لګښت په اتلسو کاري مياشتو کې بشپړ شوى دى.
ويل کېږي  چې له دغه سړک څخه په استفادې سره دبنو ، ده صلاح  او دپل حصار دولسواليو اوسيدونکو ته اسانتياوې برابرې شوې دي.
ددغه سړک پخول  په خپل وخت مارکيټونو ته دسبو او دنورو کرنيزو محصولاتو په ليږدونه کې ځانګړى ارزښت لري.
پاىف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته