کابل _ باختر دکب دمياشتي اتمه :
دکورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي چې د هيواد د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتوپه بهير کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلى دى چې امنيتي ځواکونو دائتلاف له ځواکونوسره د لوګر ، پروان ، زابل ، سمنګانو ، ارزګان ، غزني او دخوست د ولايتونو په مربوطاتو کې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دولس تنه نور وسله وال طالبان ونيول شول .
درې شل ليتره بوشکې چاوديدونکې توکې، شپږ ډول ډول ماينونه، د هاوان يوه اندازه مهمات او پوځي تجهيزات هم په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ختم_ شکريه _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل