ټولنه

د اورلګيدنې له امله په سلګونو دوکانونه وسوځيدل

 

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٣ :

دکابل د اور وژنې مسوولين وايي: دکابل  په يو تجارتي مارکيټ کې لګيدنې اور روزل شوي دي،  خو د او وژنې يو ټيم په دغه مارکيټ کې  حضورلري .

د اور وژنې دغه مسوول چې د نامه له اخيستلو څخه ډده کوي وايي چې د فيض محمدناصري په سراى کې د اور وژنې په عملياتوکې داور  وژنې يو غړى ټپي شوى دى.

له بله پلوه په سيمه کې د پوليسو يو مسوول وويل چې دغې پيښې د سرزيان نه درلود، خومالي زيانونه يې ډېر زيات دي.

دپوليسو ددغه مسوول دڅرگندونوله مخې: دپيښې څرنګوالې د يو ګډتخنيکي  ټيم له خوا د څيړنې غوښتنه کوي؛ څرگنده شي چې د اورلګيدنې علت څه  و.

ويل شوى دى چې په دې پيښه کې دفيض محمدناصري سراى په بشپړه توگه سوځيدلې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته