امنیت

يوولس طالبان په بلخ کې ووژل شول

مزارشريف / باختر/ د وږي٢٨مه :  
يوولس وسله وال طالبان تېره شپه دپوځياتو په عملياتو کې ووژل شول.
د ٢٠٩شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل :  دغه طالبان دبلخ ولايت دچهار بولک ولسوالۍ په بيست  پيکال کلي کې دامنيتي اودفاعي  ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
رضايي زياته کړه: په  دغوعملياتو کې ٦ نوروسله وال طالبان ټپيان او دهغوى ١٥ موټرسايکلونه هم له منځه وړل شوي دي .
ده زياته کړه: دتيلو دوه ټانکر موټرونه چې دوسله والو طالبانو له خوا غلا شوي و  هم ترلاسه شول .
ديوبل خبرله مخې ؛ دچمتال ولسوالۍ لپاره دطالبانو مالي مسوول صوفي جنت ګل په ګډون ٦وسله وال طالبان ،  په فراه کې  دطالبانو سيمه ييز مشر ملاغني  او دحاجي پالک په مستعارنامه دطالبانو يو بل مشر تېره شپه دبلخ دچمتال ولسوالۍ په عليزي کلي کې دپوځيانو په عملياتو کې ونيول شول.
له دوى څخه يوشمېر جنګي وسايل او ددښمن اسناد ترلاسه شوي دي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته