ټولنه

په هرات کې د ښوونکي ورځ په بېساري ډول ونمانځل شوه

کابل/ دتلې ١٤مه/ باختر
د ښوونکي ورځې له نمانځنې سره جوخت، د هرات والي عبدالقيوم رحيمي د ښار د بېوزلو سيمو څو ښوونځيو ته په ورتګ سره د دغو ښوونځيو ښوونکي وستايل.
د ښوونکي ورځ په هرات کې د بېلابېلو فرهنګي او د خوښۍ جشن او پروګرامونو په ترسره کولو ونمانځل شوه. خو د هرات والي ترجيح ورکړه چې په دې مناسبت په خپله د ښوونکو او ښوونځيو ستونزې وګوري او ويې څېړي.
د هرات والي د دغې کتنې په بهيرکې د ښوونځيو د استادانو دردونه او کړاوونه واورېدل، د هغوى ستونزې يې وڅېړلې او د هېواد تر مشرتابه پورې د ښوونکو د غوښتنو د څېړنې لپاره يې د جدي ژمنې او ارادې ډاډ ورکړ.
د پوهنې وزارت او دمرکزي ادارو له لارې د ښوونکو د امتيازونو د زياتوالي په لاره کې د پوهنې غير سياسي کول، د ښوونځيو د سمبالولو په اړوند هلې ځلې او په ښوونځيو کې د کتابونو د کمښت د لرې کولو لپاره د ولايت د مقام د پيشنهادي طرحو څېړنه، د هرات ولايت د مقام له نورو طرحو څخه اعلام شول چې په دغو کتنوکې د ښوونځيو له استادانو سره شريکې شوې.
باليان د هلکانو ليسه، د مولانا عبدالله هاتفي د نجونو او هلکانو ليسې د ښوونکو د ورځې په پلمه نن د هرات د والي کوربه وې.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته