ټولنه

يوې ديارلس کلنې نجلۍ ځان وواژه

غزني باختر دسلواغې دمياشتې  ٦ :
يوې ديارلس کلنې نجلۍ پرون په غزني ولايت کې ځان زندي کړ.
د جاغوريو ولسوالۍ  امنيه قوماندان احسان الله باختر آژانس ته وويل :
دغه نجلۍ د جاغوريو ولسوالۍ  په مرکز پورې اړوند دتوغي دکلي اوسيدونکې  وه  او له خپلې  مور او ورور سره ژوند کاوه او پلار يې له  ډيرې مودې را په دې خوا  په بهرکې شپې سبا کوي.
ده   زياته کړه : دغې  نجلۍ  په  يوه  ونه  کې  چې د دوى د کور ترشاه وه؛ د يوې رسۍ په واسطه  ځان زندي کړى دى.
خبر ځاى زياته کړه: ددغې پيښې علت تراوسه پورې معلوم نه دى او پوليسو په دې باب څيړنې پيل کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته