امنیت

په قندهارکې د ماين د چاودنې له امله د دوو تنو ملکي وګړو شهادت

قندهار باختر دزمري دمياشتې  ١٤  :
دوه تنه ملکي وګړي په قندهار ولايت کې د ماين دچاودنۍ له امله  شهيدان شول.
د دغو ملکي وګړو د سپرلۍ موټر تېره شپه د قندهار ولايت دخاکريز ولسوالۍ په سړک کې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت.
د قندهار ولايت يوه امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې د دغه ماين په چاودنه کې دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول.
ده وسله وال طالبان د دغې مرګانۍ پيښې عاملان وبلل او ويې ويل چې د دغې پيښې د عاملانو د پيژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته