امنیت

لس طالبان په لوګر کې دهوايي ځواکونو په بريدکې ووژل شول .

-کابل / دثور ١٧مه / باختر :
١٠ وسله وال طالبان  تېره شپه دهوايي ځواکونو په بريدکې ووژل شول .
دلوګر دپوليسو وياند شاهپور احمدزي باختراژانس ته وويل چې دغه طالبان دبره کې برک په ولسوالۍ کې په امنيتي ځواکونو دبريد نيت درلود چې دپوځيانو دکشفي اطلاعاتو پربنسټ  ددوى له برېدونومخکې پر هغوى هوايي برېدونه وشول .
احمدزي زياته کړه چې په دې هوايي بريدکې ١٠ وسله وال طالبان ووژل شول  او  ١٣ نور ټپيان شول  او ددښمن يوشمېر سپکې او درندې وسلې هم له منځه يوړل شوې .
ختم _ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته