
کابل، د مرغومې ۵مه، باختر
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د سره رود ولسوالۍ سیاسنګ ښارګوټي کې د بې کیفیته مالګې دوه فابریکې وتړل شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د چاپېریال د روغتیا ساتنې ټیم د عامه تغذيې مدیریت او د استخباراتو ریاست سره په همغږۍ د سره رود ولسوالۍ اړوند سیاسنګ ښارګوټي کې د مالګې ۲ فابریکې د فعالیت جواز نشتون، ناپاکه چاپېریال او د روغتیا د کارتونو نشتون له امله مُهر لاک شوې.
د دغه ټیم له لوري د فابریکې مسوولینو ته لارښوونه وشوه، چې د ټاکل شوو معیارونو د برابرولو وروسته کولای شي خپل فعالیت پيل کړي.
ص