امنیت

د افغانستان په جنوب کې ميشتو امريکايي او افغان پوځيانو په خپلوکې په نښتې لاس پورې کړ

قندهار باختر دزمري دمياشتې  ١٤  :
د افغانستان په جنوب کې ميشتو امريکايي او افغان پوځيانوپه خپلوکې په نښتې لاس پورې کړ.
دغه  جګړې نن سهار په قندهار ولايت کې په يوه پوځي اډه کې ونښتې.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: امريکايي پوځيانو په قندهارکې سرحدي لوا ته د ننوتو په وخت کې د افغان پوځيانو لارښوونه ته پاملرنه ونه کړه او دا کار د دواړو لورو ترمنځ د نښتو سبب شو.
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو جګړوکې دواړو لورو ته د سر زيان اوښتى دى.
ده وويل چې دغه جګړې د نورو پوځيانو په منځګړيتوب پاى ته رسيدلې او په دې  برخه کې څيړنې پيل شوې دي.
د دغونښتو له امله د سر احتمالي زيانونو د اوښتو شمېر تر اوسه پورې څرګند نه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته