سیاست

د سولې په اړه ټول تصمیمونه د افغانستان حکومت پر محوریت نیول کېږي

کابل/ باختر/ د سلواغې د میاشتې ۲۹مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره د افغانستان د سولې په اړه وکتل.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په دلګشاه ماڼۍ کې وشوه، د سولې د مشورتي بورډ غړو، د مذاکره کوونکي پلاوي یو شمېر غړو، ځینې سیاسي شخصیتونو او د سیاسي ګوندونو استازو، د مدني ټولنې غړو، د عالمانو، ځوانانو، ښځو، د خصوصي سکتور او د ملي شورا یو شمېر استازو او ځینې لوړپوړو دولتي مقاماتو حضور درلود.
جمهوررئیس غني د مجلس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، په دې وروستیو کې د سولې پروسې په اړه کلیدي مسایل ډېر روښانه شوي، تلپاتې او باعزته سولې ته د رسېدو په موخه لا زیاتو او ګډو اقداماتو ته اړتیا ده.
د هېواد جمهوررئیس د امریکا په کانګرس کې د جمهوررئیس ټرمپ له وینا څخه د مننې ترڅنګ په مونیخ امنیتي کنفرانس کې د امریکا د جمهوررئیس مرستیال مایک پنس سره د کتنې یادونه وکړه او وې ویل، بشپړ باور او دولت په دولت د پیاوړو اړیکو پر بنسټ متقابلې ګټې د تېر په پرتله پرځای او لا پیاوړې شوې دي او د سولې د ګډ هدف لپاره کار کوو.
جمهوررئیس محمد اشرف غني زیاته کړه، موږ له ډاکتر خلیلزاد سره د کار په نوې او واضح طریقې هوکړې ته رسېدلي یوو چې د هغې په چوکاټ کې معلومات شریک او د مشخصې اجنډا په اړه دوامدارې مشورې کېږي او د هغو په رڼا کې به اقدام وشي. 
هغه زیاته کړه، د سولې په اړه سیمه ییز، بین المللي، د اسلامي ټولنې او ملي چاپېریال ته لا زیاته توجه کېږي او په دې برخه کې دې زیات بحثونه وشي، ترڅو یو چوکاټ ترتیب او موجوده اجماع پیاوړې شي، دغه راز په ځینو مواردو کې چې اجماع نشته، اجماع دې رامنځته شي.  
جمهوررئیس وویل: طالبان دې له پاکستان او پاکستان دې له طالبانو سره خپلې اړیکې واضح کړي چې پر کوم اساس استوارې دي، د دې ترڅنګ دې له تروریستي شبکو او  جرمي او حرام  اقتصاد سره د طالبانو اړیکې هم معلومې شي.
وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد د جمهوررئیس غني او د غونډې له ګډنوالو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د هغې نوې کاري طریقې له لارې به چې په واضح چوکاټ کې رامنځته شوې، د سولې بهیر مخ ته وړو.
هغه زیاته کړه، د امریکا موخه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د ګډو همکاریو ترڅنګ له ‌‌‌ډيپلوماټیکو لارو څخه په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د هڅو زیاتوالی دی، ترڅو د دواړو هېوادونو ګټې خوندي او ترڅنګ یې هڅه کوو د جګړې لګښت کم شي.
ډاکټر خلیلزاد وویل، موږ د افغان حکومت او افغانانو په محوریت په افغانستان کې د سولې لپاره جدي یوو، خو داسې تلپاتې او پایداره سوله غواړو چې په کې ټول ارزښتونه حفظ او څلوېښت کلن بحران پای ومومي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي څرګنده کړه: زموږ موخه دا نه ده چې د وتلو لار پیدا کړو، بلکې زموږ موخه په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت دی او د سولې له ټینګښت وروسته به د افغانستان حکومت سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا بحث وشي. 
ډاکټر خلیلزاد د سولې په پروسه کې د سیمې ارزښت ته په اشارې وویل، موږ د سولې په لټه کې یوو ځکه زموږ موخه د جګړې ختمول دي، خو د هر ډول سولې پلوي نه یوو.
هغه زیاته کړه، سوله د سیمې لپاره هم ګټوره ده، ځکه افغان حکومت د لارو او ځمکنيو او هوایي دهلیزونو په اتصال سره وښوده زیات ظرفیتونه شته چې د پاکستان په ګډون د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دي، نو پاکستان باید د سولې پروسې په برخه کې عملي همکاري وکړي، دغه راز موږ د سولې په برخه کې د سیمه ییزې اجماع لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو.
هغه وویل، د افغانستان او امریکا حکومتونو ترمنځ د سولې په پروسه کې د لیدلورو او نظر توپیر نشته، ټول هغه اقدامات او هڅې چې د سولې په برخه کې شوي لومړني ګامونه دي. که څه هم پرمختګونه محدود دي، خو هیله بښونکي دي او هیله لرو د افغان حکومت او خلکو سره په همغږۍ ښه پرمختګونه ولرو.
ډاکټر خلیلزاد څرګنده کړه، موږ له طالبانو سره په ډېرو غونډو کې پر څلورو موضوعاتو لکه: له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو پر څرنګوالي، د امریکایي عسکرو د حضور، له افغان حکومت سره پر مستقیمو مذاکراتو او سراسري هراړخیز او دایمي اوربند بحث کړی او تر هغې چې پرڅلورو واړو موضوعاتو موافقه نه وي شوې، دې ته پرمختګ نشو ویلای. د اوربند مسئله او له افغان حکومت سره خبرې تر ټولو مهم موضوعات دي، ټول مسایل له یوه بل سره تړاو لري او ټول تصمیمونه به د افغان حکومت په محوریت نیول کېږي.
نوموړي د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړولو د اعلام په خاطر د جمهوررئیس غني د نوښت ملاتړ او هرکلی وکړ.
په دې کتنه کې ګډون کوونکو له ډاکټر خلیلزاد څخه خپلې پوښتنې مطرح کړې او له هغه سره یې خپل نظرونه شریک کړل او د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د هغوی پوښتنونو  ته ځوابونه ورکړل.
په پای کې جمهوررئیس د ټولو ګډونوالو د فعال ګډون مننه وکړه وې ویل، د نن شپې خبرو وښوده چې افغانستان پرانیستې ټولنه ده او ټول اقشار په جوړونکي او پرانیستې بحث کې دخیل دي او په دغه بحث کې نه یواځې د نن او سبا، بلکې د منځمهال او راتلونکي لپاره فکر کوي.
هغه زیاته کړه، ما د دې لپاره د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو اعلام وکړ چې ټول خلک په دغه جوړوونکي بحث کې ونډه ولري.
دغه راز د لومړي ځل لپاره په راتلونکو ورځوکې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ښځو مشورتي جرګه جوړېږي.#
پای – ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته