خبرونهاقتصاد

په ننګرهار کې د تېر کال په پرتله د زعفرانو حاصلات زیات شوي دي

کابل، د لړم ۱۲ مه، باختر

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدرۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د زعفرانو حاصلات زیات شوي دي.

د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوول باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په دغه ولایت کې یې پر یو شمېر بزګرانو د زعفرانو تخمونه وېشلي وو، چې اوس یې په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله زیاتوالی راغلی دی.

هغه زیاتوي، ننګرهار د زعفرانو لپاره غوره اقلیم لري او هڅه کوي، چې دې برخه کې له برزګرانو سره همکاري وکړي ترڅو په دغه ولایت کې د زعفرانو کرکیله زیاته شي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا