امنیت

دهېواد په بېلابېلو سيمو کې داووه ديرشو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه :
اووه ديرش تنه ډار اچوونکي په تيرو  ٢٤ ساعتو کې په هېواد کې وژل شوي دي .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دغه ډار اچوونکي دملي اردو دمنسوبانو دهغو عملياتو په بهير کې  ووژل شول چې دلغمان ، ننګرهار ، کاپيسا ،  پروان ، غزني ، قندهار ، روزګان ، سرپل  ،  بلخ ، تخار او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول.
دغه راز په دغو عملياتو کې  چې دتوپچي قوتونو هوايي ځواکونو  او دکوماندو منسوبانو هم رول درلود داوو ديرشو تنو ډار اچوونکو په وژل کيدو سربيره  پنځلس تنه  ډار اچوونکي ټپيان او څلور تنه نور ډار اچوونکي ونيول شول او ددښمن يوه اندازه  وسله او نور تجهيزات هم دپوځيانو لاس ته ورغلي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته