خبرونهټولنهTOP

په ننګرهار کې د جاپاني ډاکټر تِتسو ناکامورا په نوم یو پارک او څلی جوړ شول

 کابل، د تلې۱۸مه، باختر

د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې بهسودو پُل ته څېرمه د جاپاني ډاکټر تِتسو ناکامورا د یاد  څلی او پارک د ۵،۵ میلیونو افغانیو په لګښت جوړ او نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په دغه مراسمو کې د جلال اباد ښاروال  ملا نعمت الله اخند، د ننګرهار ولایت د مقام د دفتر رئیس د بېلابېلو ادارو مسئولینو، پې. ایم. ایس مؤسسې مسئولینو، عالمانو، قومي مخورو، ګذر وکیلانو او ځوانانو برخه اخیستې وه.

د جلال اباد ښاروال ملا نعمت الله اخند وویل، چې ډاکټر ناکامورا د ډېر لرې او جوړ وطن جاپان څخه دلته د خدمت او آبادۍ لپاره راغلی وو، چې خپل ژوند یې د دې ولس د خوښۍ او سمسورتیا لپاره وقف کړی وو، ترڅو دلته دا وچې دښتې آبادې او زرغونې کړې او تر هغې دلته بوخت وو، چې خپل ژوند یې قرباني کړ.

نوموړي د ناکامورا د کړو خدمتونو د قدردانۍ او ستاینې تر څنګ وویل، « د ډاکټر ناکامورا د نوم ژوندي ساتلو په موخه د ده په یاد څلی او پارک جوړ شو، ترڅو جاپانیانو او نورو نړیوالو ته وښييو چې موږ د ټولو هغه خلکو د کړنو ستاینه او قدر کوو، چې دغه بیچاره او مظلوم ملت سره یې مرسته او همکاري کړې وې» .

د جلال آباد ښاروال  د دې ترڅنګ د نورو بېلابېلو پروژو یادونه وکړه، چې له مخې به یې د ښار په مختلفو برخو کې ځانګړي تغیرات رامنځته شې.

د یاد څلي د پرانیستې په مراسمو کې بېلابېلو ویناوالو خبرې وکړې او له ښاروالۍ یې مننه وکړه، چې د داسې اشخاصو قدردانی کوي، چې نوم به یې ټول عمر د هر افغان په ذهن کې پاتي وې.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا