امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې ويشت تنه نوريې ټپيان شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٧
په روزګان ولايت کې ١١ تنه وسله وال طالبان د افغان پوځيانو په عملياتوکې ووژل شول او ٢٣ تنه نوريې ټپيان شول.
دغه عمليات دملي اردو او ملي پوليسو د سلګونو تنو منسوبينو په ګډون د چارچينو او د دهراوود د ولسواليو په اړوندو سيموکې پيل شوي دي او اوس هم دوام لري.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: پوځيان د دغو عملياتو په بهيرکې په دې بريالي شوي دي چې څو کلي د طالبانو له شتون څخه پاک او د دغې ډلې په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه کړي .
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو د ځواکونو وياند ډګرمن محمد محسن سلطاني باختر آژانس ته وويل چې په دغو عملياتوکې تر اوسه پورې ١١ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٣ تنه نوريې ټپيان شوې دي.
دغه وياند تاييد کړه چې پوځيانو د دغو عملياتو په بهيرکې د طالبانو په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه کړي دي .
په همدې حال کې په عملياتوکې دشاملو سيمو اوسيدونکي له دې امله چې پوځيان يې د دوى د امنيت د تامينولو او له اړوندو سيمو څخه د تروريستانو د شړلو لپاره هڅه او هاند کوي؛ خوښ دي.
سلطاني زياته کړه چې دغه عمليات به په بشپړه توګه د طالبانو له شتون څخه د دهراوود او چارچينو د ولسواليو تر پاکولو پورې دوام ولري.
طالبانو تر اوسه پورې په دې باب څه دي ويلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته