اقتصاد

دپروان په بزګرانو د ١٧٥ ټنو اصلاح شويو غنمو دويش کار پيل شو

چاريکار باخترلړم دمياشتې ٢ نيټه  :
دپروان ولايت په بزګرانو دکرنې د ١٧٥ ټنو اصلاح شويو غنمو دويشلو بهير         نن پيل شو.
دپروان ولايت د کرنې او اوبولګولو د ادارې رئيس عبدالکبير فرزام چې  دکرنې   داصلاح شويو غنمو دويش  په مراسمو کې  دبزګرانوپه وړاندې خبرې کولې وويل چې   ١٧٥ ټنه دکرنې  اصلاح شوي غنم ددغه ولايت په مرکز او نهو ولسواليو کې په درې زره پنځه سوه بزګرانو ويشل کيږي.
ده زياته کړه  چې په هر بزګر پنځوس کيلوګرامه  اصلاح شوي غنم چې  ښه حاصل ورکوي او دنباتي آفتونو او ناروغيو په وړاندې  لوړ مقاومت لري  په سلو کې د شپيتو په تخفيف سره ويشل کيږي.
فرزام زياته کړه  چې دغه اصلاح شوي غنم کابو اووه زره جريبه  کرنيزې ځمکې 
تر پوښښ لاندې نيسي  او دسمې استفادې   او نورو بزګرانو ته دهغو دترويج په صورت کې  به په راتلوونکي کال کې  څه دپاسه دوه سوه پنځوس زره جريبه  نورې کرنيزې ځمکې  دغنمو دکرکيلې ترپوښښ لاندې ونيول شي.
پاى   ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته