ټولنه

د محمد اشرف غني د ډاډګيرنې پيغام

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٢
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني د ډادګيرنې او همدردۍ پيغام
په ژورې خواشينۍ او خپګان سره مې خبرتلاسه کړ چې دهېواد يو پيژندل شوى تکړ ه جنرال مل پاسوال سعيد اتمر د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه؛ وفات شوى دى .
ارواښاد مل پاسوال محمد سعيد اتمر دهېواد د وسله وال پوځ دمنسوبينو له جملې څخه و چې د خپل عمر زيات کلونه يې هېواد او خلکو ته دخدمت په لاره کې تير کړي دي .
ارواښاد محمد سعيد اتمر د بدخشان ، هرات او د ميدان وردګو د ولايت دامنيه قوماندانانو او د کورنيو چارو وزارت د پلټنې د لوى رييس او د جيلونو او توقيف خونو د لوى رييس په ګډون دهېواد دوسله والو پوځ په مهموپستونو کې دندې ترسره کړې دي .
د ده خدمتونه د قدر وړ او مړينه يې يو ضايعه ده .
د خپلې ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب د اروښاد کورنۍ او دوستانو او د لغمان ولايت خلکو ته وړاندې کوم او د لوى خداى (ج) له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته