امنیت

ديارلس تنه وسله وال طالبان په نورستان کې ووژل شول .

کابل باختر د غبرګولي څلورمه :
ديارلس تنه وسله وال طالبان دافغانستان په ختيځ کې ددووجلا جلا پيښو په بهير کې  ووژل شول .
لومړي جګړه  دتيرې شپې داتو بجو په شاوخوا کې دډيورنډ  کرښي ته څيرمه دنورستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کې  هغه وخت ونښته چې يوې ډلې  يرغلګرو دامنيتي ځواکونو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
دافغانستان په ختيځ کې  دسرحدي پوليسو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل يرغلګر دډيورند  له کرښې اخوا څخه نورستان ته راواوښتل او دامنيتي ځواکونو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ چې ددغو پوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې .
  بله جګړه  دګونړ  ولايت اسعداباد ښار ته څيرمه  هغه وخت ونښته چې  دپوځيانو
ګزمې ديرغلګرو  دسپرلۍ  په کاروان ډزې وکړې .
دسرحدي پوليسو دغه قوماندان وايي چې په دغو ډزو کې ديوه پاکستاني  په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ويل کيږي چې  په دغو دوو پيښو کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته