کابل باختر د وږي يو ديرشمه :
دملي امنيت لوى رياست دډاراچوونکو پرخلاف په يولړخاصو عملياتو کې درې ويشت تنه تروريستان چې اووه تنه پاکستاني اتباع دي او دکويټې شورا او دحقاني دشبکې په لارښوونه يې دنيکمرغه لوى اختر په ورځو کې يې دقندهار ، بلخ ، هلمند ، نيمروز او دلوګر په ولايتونوکې يې دځانمرګو او يرغليزو بريدونو دترسره کولو نيت درلود نيولي دي .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. له نيول شويو ډار اچوونکو څخه څلور ځانمرګي واسکټونه په چاوديدونکو توکوبار يوه ريکشا ، يوزيکو يو ، شپږ کلاشينکوفونه ، شپږ بوشکه يي ماينونه ، يوسلو پنځوس کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ، شپږ لاسي بمونه ، ديارلس شارژورونه يوه مخابره ، درې جوړې پوځي دريشۍ ، يوموټر او دوه موټرسايکلونه ترلاسه شوي دي .
دغه نيونې ښيي چې دحق او عدالت دلارې سپاهيان يوه شيبه هم ارام نه دي او تل هڅه او هاند کوي چې دخلکو د دښمنانو توطيې او دسيسې شنډې کړي .