امنیت

نهه وسله وال طالبان په کونړ کې ووژل شول .

کابل /دلړم ٢١مه / باختر:
٩ وسله وال طالبان په کونړ ولايت کې  له پوځيانوسره په جګړه کې ووژل شول .
دغه جګړه تېره شپه هغه وخت ونښته  چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دغازي اباد  ولسوالۍ  بازار ته څېرمه دسرتېرو په ګزمې ډزې وکړې .
دهېواد په ختيځ کې  دملي اردو  يوجکپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې نهه وسله وال طالبان ووژل شول  او د هغوى  يوشمېر جنګي وسايل  ترلاسه شول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په کونړ کې  ديولړ چاودنو مخه ونيول شو .
امنيتي ځواکونو نن سهار  دکونړ له ګڼ مېشتو لارو څخه  اته ماينونه کشف او شنډ کړل .
دکونړ پوليس وايي  چې  ددغو ماينونو  دښخولو دعاملينو دنيولو لپاره  هلې ځلې پيل شوي دي .
  ختم_ ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته