ټولنه

په پکتيا کې د ځمکو د ادارې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

ګرديز باختر د وري د مياشتې ٢٦ مه
د پکتيا ولايت په ګرديز ښار کې د ٩٧ ميليونو افغانيو په لګښت سره د ځمکو د ادارې د ودانۍ د بنسټ ډبره  کېښودل شوه.
ځايي چارواکي وايي چې دغه ودانۍ په څلور پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي چې د دوو کالونو په اوږدو کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د پکتيا ولايت د ځمکو د ادارې ريېس حکيم خان مفکر د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې،دغه ودانۍ د کليو د پراختيا او بيارغونې وزارت له خوا د ملي بودجې په مټ سره جوړيږي.
ويل کېږي چې په روان کال کې به په پکتيا ولايت کې د ادارو د ودانیو تر څنګ یو شمېر نورې لویې پروژې هم پلي شي.پاى_ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته