مسکو /دلړم ٣مه /باختر :
دامريکا، روسيې، چين او دپاکستان داستازو په ګډون دافغانستان په باب غونډه نن په مسکوکې جوړېږي .
ټاکل شوې ده د امريکا، روسيې، چين او د پاکستان استازي په دې مشورتي غونډه کې دافغانستان دسولې په باب خبرې وکړي .
تراوسه پورې دغونډې داجنډا په باب زيات جزئيات د رسنيو په واک کې نه دي ورکړ شوي .
ټاکل شوې ده دافغانستان د روغې جوړې په چارو کې د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليل زاد هم په دې غونډه کې ګډون وکړي .
خليل زاد مخکې له دې دبلجيم په پايتخت بروکسل کې دناتو له سرمنشي ينس ستولتنبرګ او د اروپا اتحاديې له استازي سره دافغانستان دسولې په باب په جلا جلا غونډه کې خبرې کړي دي .
دناټو سرمنشي دچارشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چې دغه سازمان د امريکا او طالبانو داستازو ترمنځ دخبرو دبيا پيل ملاتړ کوي .
هغه له طالبانو څخه وغوښتل چې دسولې دخبرو اترو ميز ته په بيا راستنېدو سره رښتينى نرمښت وښيي .
دمسکو مشورتي غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې چين هم يوه بين الافغاني غونډه د روانې ميلادي مياشت په ٢٩ او ٣٠ نيټه په پيګينګ کې جوړوي .
دچين دبهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د غونډې برخه وال به يوازې دافغانستان له بحران څخه د وتلو د لارو په باب خپل شخصي نظر بيان کړي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل