کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
دميدان وردګو په ولايت کې تيره شپه دبدر دعملياتو په بهير کې ٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او جنګي وسايل يې په عملياتوکې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلل .
دميدان وردګو په ولايت کې دملي اردو ددريمې لوا ويندوى نجيب الله سلطاني دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه عمليات چې دملي اردو دځواکونو له خوا دسيد آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې دسياه چوب په ساحه کې پيل شوى و ، له امله يې ٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې د دغوعملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم دملي اردو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .
سلطاني زياته کړه چې دغه عمليات دسيد آباد ولسوالۍ دناامنو ساحو دپاکولو په مقصد پيل شوي و ، تراوسه پورې دغه عمليات دوام لري .
سلطاني وويل : په دغو عملياتو کې شاملو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
0 1 دقیقه لوستل