سیاست

محمداشرف غني د دویم ځل لپاره د افغانستان د جمهوررییس په توګه لوړه وکړه

کابل / د کب ۱۹ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن ماسپښین په یو لړ مراسمو کې د هیواد د جمهوررییس په توګه د دویم ځل لپاره لوړه وکړه.

باختر آژانس ته  د جمهوري  ریاست د ویندوی  دفتر د معلوماتو له مخې؛ جمهوررییس غني په داسې حال کې چې د هیواد لومړۍ مېرمن یې ملتیا کوله، د تشریفاتو قطعې له معاینې وروسته د لوړې مراسمو ټاکلي ځای ته ولاړ.

د لوړې په دغو شاندارو مراسمو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد او د بهرنیو هیوادونو یو شمېر مقاماتو او مېلمنو، سیاسي او جهادي شخصیتونو، قاضي القضات او د سترې محمکې رییس، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رییسانو، د کابینې غړو، د هیواد د وسله وال پوځ جنرالانو او افسرانو، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال مېلر، په کابل کې مېشتو یو شمېر سفیرانو او کورډیپلوماټیک غړو او یو شمېر دولتي مامورینو حضور درلود.

د مراسمو په پیل کې محمداشرف غني د افغانستان د اسلامي جمهوریت د منتخب جمهوررییس په توګه د قاضي القضات او سترې محمکې رییس سید یوسف حلیم پر وړاندې په داسې حال کې چې د سترې محکمې عالي شورا ټولو غړو حضور درلود، لوړه وکړه.

وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت لومړي مرستیال امرالله صالح او دویم مرستیال استاد سرور دانش د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررییس محمداشرف غني پر وړاندې لوړه وکړه.

ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غني هغه لومړی فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې محمد یوسف غضنفر د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهوررییس فوق العاده استازی وټاکل شو؛  وروسته محمدیوسف غضنفر  هم د هیواد د جمهوررییس په حضور کې لوړه وکړه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غني په خپلو خبرو کې د افغانستان شهیدانو په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د استاد عبدالعلي مزاري د شهادت د تلین پر مراسمو د وروستي تروریستي برید شهیدانو ته د دعا پر مهال وویل، ټول باید پوه شي چې د افغانستان د یوې برخې یا مذهب پر خلکو برید، پر ټول افغانستان او د افغانستان پر جمهوري ریاست برید دی.

هغه زیاته کړه: د افغانستان د ویاړلي ملت په لوړ همت او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په سرښندنو نن د ملي وثیقې یعنې اساسي قانون د تطبیق د نمانځنې ورځ ده او نن یو ځل بیا د جمهوریت د پوخوالي جشن نیسو.

جمهوررییس وویل: ټاکنې پایته ورسېدې. ما په حوصله او صبر د دغه بهیر درناوی وکړ، هیڅکله مې ارګ د یوې ډلې په سیاسي قرارګاه بدل نه کړ او نه به یې بدل کړم.

جمهوررییس غني څرګنده کړه: پر هر افغان، ښځې او نارینه، کوچني او ځوان په ځانګړي ډول سیاسي قشر غږ کوم چې حکومت ستاسې دی او زه ستاسې ټولو، هغه چا چې ماته یې رایه  راکړې او یا یې بل انتخاب درلود، خدمتګار یم.

محمداشرف غني وویل: د جدایۍ او سلیقې ورځ تېره شوې ده. نن د وصل ورځ ده، نن د اتحاد ورځ ده. نن هغه ورځ ده چې موږ باید د خپل ملت د راتلونکي او هوساینې په اړه فکر وکړو.

هغه زیاته کړه: زما حکومت به د ټول افغانستان حکومت وي. دولت سازی ټیم په یوه انتخاباتي ټکټ کې د خلکو د بسیج لپاره یوه محرکه ډله وه. خو هغه حکومت چې  ژر به یې جوړ کړم، د دولت جوړوونکي ټیم په انحصار کې نه وي.

جمهوررییس څرګنده کړه: د ټاکنو پای د جمهوریت مفکورې بریالیتوب دی، پر دسیسو او توطئو غلبه ده. د ټاکنو پای پر ابهام او ګمانونو د بریا بهیر دی. زما له نظره هیڅوک په دغه بهیر کې بایلونکی نه دی، بلکې موږ هر یوه د ولسواکۍ د پیاوړتیا لپاره د خپل توان په اندازه رول ادا کړی دی.

جمهوررییس وویل: د ځانځانۍ، زورواکۍ ، ډلبازۍ او ګواښ وخت پای ته رسېدلی دی. هغه څه چې ملت بسیجوي هغه د وحدت او یووالي غږ دی.

جمهوررییس وویل: زه د ټولو هغو کسانو چې په ټاکنو کې یې ونډه واخیسته منندوی یم او له خپلو پرونیو سیاسي سیالانو څخه غواړم چې لاس راکړي او له ما سره  اوږه په اوږه، د وطن خدمت وکړي. نن باید خپلې وړتیاوې بسیج کړو چې خلک د سولې خوند وڅکي، پرته له دې چې د راتلونکي او خپلو حقونو د له لاسه ورکولو په اړه اندېښمن واوسي.

هغه زیاته کړه: جمهوریت ملي چتر دی.  موږ به د دغه ټول شموله افغاني جوړښت د پیاوړتیا په خاطر یوه شېبه هم هیڅ راز هڅې ونه سپموو.

جمهوررییس ټینګار وکړ: افغانستان منسجم او پیاوړي دولت ته اړتیا لري او زه او همکاران به مې هغه جوړ کړو .جمهوررییس زیاته کړه:  زموږ رسالت د سولې تامین او د څلوېښت کلن جنګ پای ته رسول دي. باعزته سوله د ملت په همت او د جمهوریت تر چتر لاندې راتلونکې ده، مطمین اوسئ.

جمهوررییس وویل: موږ به زموږ د خلکو د غوښتنو او هیلو په پیروئ د سولې برنامه د ملي ګټو په محور مخ ته یوسو. زموږ د سولې په برنامه کې به هیڅ قوم، هیڅ برخه، هیڅ څنډه  ، هیڅ سیاسي او ټولنیزه کتله تجرید نه شي. مطمین اوسئ چې زموږ د ټولنې کثرت ګرایي به تقویه شي.

محمداشرف غني څرګنده کړه: مذاکره کوونکی پلاوی تر سبا پورې نهایي کېږي. دغه مذاکره کوونکی ټیم د مطرحو شخصیتونو، سیاسي ګوندونو، مدنې ټولنې، ښځو، ځوانانو او د علماوو او خلکو د بېلابېلو اقشارو له استازو سره تر پراخو مشورو وروسته نهایي شوی او د خلکو د بېلابېلو اقشارو استازي په کې په پام کې نیول شوي دي.

جمهوررییس وویل: طالبان له پولې هاخوا ستراتېژیک ملاتړ ي لري او زموږ غوښتنه دا ده چې دغې ډلې ته اسانتیا برابروونکی یانې  پاکستان په واضح ډول د سولې شریک واوسي، جي په راتلونکي کې احتمالي بهانې له منځه ولاړې شي او تروریزم د بیرغ په بدلون ، خو د خپل ماهیت په ساتنې سره چې هماغه افغان وژنه ده، بیا سر راپورته نه کړي.

هغه زیاته کړه: زه ژمنه کوم چې نظام به تر ډېره له اداري کاغذپرانۍ او رشوتخورۍ څخه پاک کړم، چې زموږ عایدات لوړ شي. نن موږ د خپلو عایداتو شل سلنې په راټولولو سره چې دوه میلیارده ډالر کېږي د خپلو لګښتونو یوه برخه ورکوو. ان شاالله  چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د اداري نظام په پاکولو سره د هیواد عواید څو برابره شي.

جمهوررییس وویل: د کرنې او کانونو په برخه کې به زیات کار وشي. د انساني ظرفیتونو په برخه کې به تر ټولو ستره پانګونه پر معارف او لوړو زده کړو وکړو، د افغان ښځې هر اړخیز ظرفیت به لوړ کړو او خپلو سرچینو ته به انکشاف ورکړو.

جمهوررییس څرګنده کړه: د ملي شورا غوښتنو ته لبیک وایوو، د سرپرستۍ فرهنګ ختموو او د ټول افغانستان د ظرفیت پر بنسټ به له تعصب پرته ملي ټیم تشکیل کړو. له ټولو مرسته کوونکو هیوادونو او بین المللي بنسټونو څخه مننه کوم چې مرستې یې په تېرو اتلس کلونو کې د افغانستان لپاره زیاتې مهمې وې.

د هیواد جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې وویل: د سولې لپاره به یو ائتلاف جوړ کړو چې د جګړې له ائتلاف څخه به لس چنده پیاوړی وي او افغانستان ته به هرڅه برابر شي؛ مهاجرینو ته ډاډ ورکوم چې هیواد ته به ستاسې د باعزته راستنېدو زمینه برابره کړو.#

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته